<div style="background-color: none transparent;"><a href="http://www.rsspump.com/?web_widget/rss_ticker/news_widget" title="News Widget">News Widget</a></div>

مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

Archive for the Category ‘سرمقاله’

پارلماني انتخابات، خدايه خير كړې

پارلماني انتخابات، خدايه خير كړې

 
 
د پارلماني انتخاباتوله را نږدې كيدو سره د نړيوالو او افغان ځواكونو له ژمنو او لاپو سره سره امنيتي ننګونې مخ پر زياتيدو دي، د دولت د مخالفينو خوا دا اجندا ده چې د ولسواكۍ روان نميګړۍ بهير لا هم نيمګړى پاتې شي او انتخابات تر سره نشي، خو ځينې نورې داسې نښې هم شته [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

د سولي عالي شورا او د ملي يووالي پر لور يوه هيله

د سولي عالي شورا او د ملي يووالي پر لور يوه هيله

په رسنيو كې د سولې عالي شورا جوړيدو غبرګون له ورايه ښيي چې په ريښتيا دا زموږ د بحران ځپلي هېواد لپاره يو مهم ګام دى او ولس يې انتظار درلود، سره له دې چې نن هم افغان حكومت په يوه بد بحران كې دى او هم نړيواله ټولنه، نړيواله ټولنه له بحران نه [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

غلطې محاسبې د فاجعو تكرار حتمي كوي

غلطې محاسبې د فاجعو تكرار حتمي كوي

 
افغان او امريكايي پوځي چارواكي په خپلو خبري كنفرانسونو كې د بريا ؤ او لاسته راوړنو لاپې كوي، درې ورځې وړاندې په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو عمومي قوماندان همدغه لاپې كولې چې دوى به طالبانو ته ماته وركوي، وړمه ورځ د كورنيوچارو وزارت وياند د خپل مياشتني راپور په ترڅ كې پر [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

د شمال ولايتونو امنيتي ستونزو ته په كمه مه ګورئ!

د شمال ولايتونو امنيتي ستونزو ته په كمه مه ګورئ!

 
په دې ورستيو كې دهېواد په شمال ولايتونو كې يو ځل بيا د دولت د مخالفينو تحركات او بريدونه زيات شوي دي. د دې بد امنيو له زياتيدو سره چارواكي او ځيني سياسي لوري د راتلونكيو پارلماني ټاكنو په اړه اندېښنې ښيي چې ښايي د جنوب او ختيځو ولاياتو په څېر دلته هم د بد [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

د سي آى اې تنخواه خواره،هم افغانان بربادوي هم امريكا

د سي آى  اې تنخواه خواره،هم افغانان بربادوي هم امريكا

د واشنګټن پوست ورځپانې دغه خبر چې د ولسمشر كرزي د حكومت زياترو كسانو ته د امريكا استخباراتي اداره پيسې وركوي پر ډيرو هغو ناخوالو اعتراف دى چې ځينې با ضميره افغانانو يې له ډيرې مودې خبر دارى وركوي او زموږ هېواد له لويو فاجعو سره مخ كوي.
په دې خبر كې دا صراحت [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

جوبايډن هوا ګزوي!

جوبايډن هوا ګزوي!

د امريكا مرستيال ولسمشر جوبايډن له جګړې څخه ستنو شويو خپلو پوځيانو ته په وينا كې ويلي چې د افغانستان جګړه بايلونكې نه ده، موږ له دوه كلونو غفلت وروسته اوس بيا جګړه پيل كړې ده او دغه جګړه به بريالۍ شي.
د امريكا مرستيال ولسمشر ريښتيا وايي چې جګړه له سره پيل شوې او توده [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

د راتلونكيو پارلماني انتخاباتو په اړه يوه اندېښنه

د راتلونكيو پارلماني انتخاباتو په اړه يوه اندېښنه

دا چې راتلونكي پارلماني انتخاب به څه ډول تر سره شي، امنيتي ننګونې به دومره را مهار شي چې د راتلونكيو پارلماني ټولټاكنو مشروعيت زيانمن نشي تر اوسه په دې اړه ډيره دقيقه خبره نشي كيداى. خداى دې وكړي دغه بهير په ښه ډول تر سره شي چې زموږ ولس وكولاى شي خپل استازي ولسي [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

د خصوصي امنيتي كمپنيو تشه بايد په مناسب ډل ډكه شي

د خصوصي امنيتي كمپنيو تشه بايد په مناسب ډل ډكه شي

وړمه ورځ په امنيتي غونډه كې چې د ولسمشر كرزي په مشرۍ په ارګ كې جوړه شوه د امنيتي خصوصي شركتونو د منحل كولو په عملي چارو خبرې وشوې.
په دې كې شك نشته چې د امنيتي خصوصي شركتونو منحل كول يو لوى اقدام دى، يو لوى برى او ستر ګام دى، خو څومره چې لوى [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

سوله د افغان ولس لومړۍ اړتيا ده

سوله د افغان ولس لومړۍ اړتيا ده

نيويارك ټايمز پرون په يوه ليكنه كې د پاكستاني چارواكيو په حواله يو مطلب خپور كړى چې دوى ملابرادر او 23 تنه لوړ پوړي طالبان د دې لپاره ونيول چې له افغان حكومت سره په اصطلاح د خپلسري تماس او خبرو اترو مخه يې ونيسي.
دغه را پور څومره ريښتيا دى په دې اړه څه نشي [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

د ستونزو تر شا اصلي لوبه!

د ستونزو تر شا اصلي لوبه!

په دې وروستيو كې پردوو مسالو د افغان چارواكيو او نړيوالې ټولنې ترمنځ اختلافونه ډير برالا شوي دي.
يو د اداري فساد له منځه وړل او بل د امنيتي خصوصي كمپنيو د منحل كولو لپاره نيټه ټاكل چې څلور مياشتې ده.
وړمه ورځ د امريكا د سنا مجلس د بهرنيو اړيكو مشر جان كيري د همدې لپاره [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

آيا خصوصي امنيتي كمپنۍ دومره مهمې دي؟!

آيا خصوصي امنيتي كمپنۍ دومره مهمې دي؟!

پرون د امريكا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيكو د كوميټې مشر سناتور جان كيري ناڅاپي له اسلام آباد څخه كابل ته راغى او په ارګ كې يې له ولسمشر كرزي سره وليدل، د نوموړي دغه سفر ځكه د ډيرو سياسي او خبري سرچينو پام ور وړاوه چې درې ورځې وړاندې په كابل كې له [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

د هېواد د خپلواكۍ د كليزې په وياړ: په وينو لړليو حماسو تكرار ولې؟!

د هېواد د خپلواكۍ د كليزې په وياړ: په وينو لړليو حماسو تكرار ولې؟!

سبا ته له انګريزي ښكيلاك څخه د افغانستان د خپلواكۍ د بيرته ګټلو (91) مه كليزه ده، زموږ ولس دغه ورځ داسې مهال نمانځي چې پر هېواد مو د يوې بلې امپراتورۍ د يرغل او ماتې خونړۍ توپان تير شوى دى او نن زموږ هېواد د يوه بل داسې بدمرغه نړيوال جنګ ډګردى چې نه [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

خصوصي امنيتي كمپنۍ بايد وتړل شي

خصوصي امنيتي كمپنۍ بايد وتړل شي

د ولسمشر وياند وحيد عمر پرون د ولسمشر د يوه نوي فرمان خبر وركړ چې خصوصي امنيتي كمپنيو ته څلور مياشتې وخت وركوي چې خپله كمپله ورټوله كړي.
د خصوصي امنيتي كمپنيو په اړه اوس دومره منفي ذهنيت له افغانانو سره پيدا شوى دى چې له لمنې ورټوليدو پرته يې آبرومندانه لاره په مخه كې نشته.
واقعيت [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

د قومي شخړو تر پردې لاندې لاسونه او د حكومت او چارواكيو مسووليت

د قومي شخړو تر پردې لاندې لاسونه او د حكومت او چارواكيو مسووليت

درې ورځې وړاندې د كابل په لويديزو برخو كې د اويايمې لسيزې د خونړي دوران يوه ننداره پېښه شوه چې د امنيتي ځواكونو لخوا پر وخت مهار شوه، پېښه ظاهراً د ځمكې پر سر د كوچيانو او هزار ؤ له شخړې رامنځته شوه.
خو مساله دومره ساده نه ده، چې منتخب حكومت او نظام وي، پوليس [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

آيا د ولسمشر د ليك ځواب ويډيويي كنفرانس ؤ؟

آيا د ولسمشر د ليك ځواب ويډيويي كنفرانس ؤ؟

پرون رسنيو د ولسشمر كرزي او د امريكا د ولسمشر بارك اوباما ترمنځ د يو ساعته ويډيويي كنفرانس او بحث په باب خبر خپور كړ، چې دا اصلاً د كرزي لخوا د امريكا ولسمشر ته د هغه ليك غبرګون ؤ چې نوموړي د افغان جګړې د نويو پرمختياوو او افشا ګريو په رڼا كې له [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

د بشر د حقوقو دعلمبردارانو يو بل جنايت!

د بشر د حقوقو دعلمبردارانو يو بل جنايت!

د پنجشنبې په شپه يو ځل بيا د بشر د حقوقو علمبردارانو په يوه داسې جنايت لاس پورې كړ چې د نړۍ ټول سيندونه به يې داغ د قاتل له تندي پاك نكړاى شي.
افغان ولس ته د مرستې په نامه راغليو پوځونو په ډير وحشت د وردګو په يوه كلي كې ديوه كور درې ډيوې [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

ديوې خيريه ټولنې د غړيو بې رحمانه وژنه، څو ترخو حقايقو ته يوه اشاره

ديوې خيريه ټولنې د غړيو بې رحمانه وژنه، څو ترخو حقايقو ته يوه اشاره

په بدخشان كې ديوې خيريه ټولنې د لسو تنو وژل كيدل يو د غندنې وړ كار دى. كه د هر چا لخوا دى دغسې وژنې د انسانيت په هيڅ قانون كې روا نه دي.
د طالبانو او حزب اسلامي لخوا چې پردې كسانو د عيسويت د خپرولو تور پورې شوى دى تر ډيره حده بې ځايه [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

ولسمشر د زړه بړاس ويوست، ولس څه وكړي؟

ولسمشر د زړه بړاس ويوست، ولس څه وكړي؟

ولسمشر كرزي وړمه ورځ د ملكي خدماتو په انستيتوت كې په خپله وينا كې پر دوو مسالو د خپل زړه بړاس ويوست، يو بهرنى او كورنۍ خصوصي امنيتي كمپنۍ چې د امنيت لپاره پر سترګواښ بدلې شوې دي، دوهم په حكومتي ادارو كې واسطه بازي او د لويو! كسانو مداخله بايد و درول شي، واقعيت [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

له نظام سره موازي نظام د څه لپاره؟!

له نظام سره موازي نظام د څه لپاره؟!

له درنو جرمو سره د مبارزې او دحساسو تحقيقاتو د ادارو د څيړنې لپاره چې كوم جګ پوړى پلاوى ګومارل شوى ؤ د هغو د ارزونو راپور ولسمشر ته وړاندې شو، په دې راپور كې پردې صراحت شوى چې دغه ادارې دهيواد له رسمي تشكيلاتو نه بهر دي، بايد د حساسو تحقيقاتو او درنو جرمونو [...]

  • فرستادن/حفظ کردن

پر څو جاسوسانو د تكيې انجام

پر څو جاسوسانو د تكيې انجام

د امريكا د پوځ لوى درستيز مايك مولن د هغه هېواد د وروستيو محرمو اسنادو د افشا په لړ كې د هغو افغانانو د ژوند ساتلو ژمنه كړې چې په دې اسنادو كې يې نومونه راغلي چې دوى ته يې جاسوسي كړې او يا يې له امريكايي چارواكيو سره مرسته كړې ده.
اصلي ستونزه له همدې [...]

  • فرستادن/حفظ کردن
Advertisement

دویسا لوستوونکی څه وایی؟