کابل:-د افغانستان د ملي شورا يو شمېر غړي وايي په هغه غونډه کې چې تېره اوونۍ د مالديپ په هېوادکي جوړه شوې وه د اسلامي حزب له ځينو استازو سره کتلي او هغوى د يوې داسې تگلارې په جوړولو خبرې اترې کړې چې دوی له دولت سره د سولې او روغې جوړې خبرو ته رامات کړي .
خو د گلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب وايي چې نوموړې غونډې ته د هغوی استازي نه وو ورغلي او په وينا يې چا چې په دغه غونډه کې برخه اخيستې پخپلو شخصي علايقو يې دغه شان غونډه جوړه کړې ده .
د دغه گوند وياند وايي چې هغوى په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې لپاره ځانگړي وړانديزونه لري .
په مالديپ کې جوړه شوې غونډه د اسلامي حزب د مشر ګلبدن حکمتيار د زوم همايون جرير لخوا رابلل شوې وه .
ښاغلی جرير د هغه بهير مشري کوي چې د قبرس د جريان په نوم ياديږي اوپخوا داسې ويل کېده چې د قبرس جريان دايران د ملاتړ نه برخمن دی
دغه غونډه کې د افغانستان د ملي شورا يو شمير غړو هم گډون لاره دوی وايي چې په دغه غونډه کې د اسلامي حزب له ځينو استازو سره کتلي او د يوې داسې تگلارې په جوړولو خبرې اترې کړې چې دوی له دولت سره د سولې او روغې جوړې خبرو ته رامات کړي .
خود افغانستان اسلامي حزب دا خبره رد کړې چې گواکې د دوى استازي په مالديپ کې د افغانستان له دولته ورغليو استازيو سره د سولې او روغې جوړې په هکله خبرې اترې کړې وي .
د دغه گوند وياند انجنير هارون زرغون د يوه نا مالومه ځايه د ټيليفون په ليکه بي بي سي ته وويل چې دوى په دې برخه کې ځانگړي شرطونه لري چې په منلو سره يې دوى هر ډول خبرو اترو ته چمتو دي :
((حکمتيار صاحب خو پخوا هم داسې خبره کړې وه، که چېرې بهرنيان دې له افغانستانه د وتلو مهال وېش وړاندې کړي موږ خبرو ته چمتو يو، او افغانستان کې يو بې طرفه لنډمهاله حکومت جوړ شي او د يوه کال د ننه ټاکنې وشي ، ټول هغه سياسي بنديان چې په مختلفو ځايونو کې بنديان دي، هغه بايد خوشي شی دايمي اوربند وشي، او نوره امريکايانو ته دا حق د دې مهال وېش د ننه حاصل نه وي چې افغان عوامو باندې بمبار وکړي او هغوی ووژني . دا زموږ شرايط دي او موږ وړاندې کړي دي .))
ښاغلى زرغون وايي چې دغه غونډه د همايون جرير په مشرۍ تر سره شوې وه او ښاغلي جرير لا له وړاندې نه د اسلامي گوند له ليکو نه خپل پريکون په داگه کړي دى .
خو د افغانستان د ولسي جرگې منشي عبدالستار خواصي چې د دغې غونډې يو برخه وال و وايي چې دوى په ډيرو مهمو مسالو خبری اتری کړی او يه وينا يې چې ښايي نژدې راتلونکې کې دوى ورته دوهمه غونډه هم جوړه کړي :
((لومړی دا چې افغانان له خارجي فشار او اغېز پرته د لومړي ځل لپاره راټول شول، دويم دا چې موږ د يوې اجنډا جوړولو توافق ته ورسېدو او دريم موږ دا توافق وکړ، چې دا کانفرانس باید خپل کار ته ادامه ورکړي چې پايلو ته ورسېږي او څلورمه خوښي يې دا وه چې له حکومت او مخالفانو سره وګوري او دويمې غونډې ته خپلې پايلې وړاندې کړي . ))
د لندن د نړيوال کنفرانس نه وروسته په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې خبرې چټکې شوې دي ، همدا نن افغان ولسمشر د يو بلاوي به مشرۍ سعودي عربستان ته تللى، او غواړي چې د هغه هيواد د باچا سره به افغانستان کې د سولې او ټيکاو د راوستو به برخه کې د هغه هيواد مرسته تر لاسه کړي .



بسم الله الرحمن الرحیم
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترم حاجی صاحب
الله شمارا خیربدهد موضوع را بسیار خوب تشریح نموده اید , کسانیکه مغرضانه با سوء استفاده از همچو خبر ها میخواهند حزب اسلامی تحت رهبری محترم حکمتیار صاحب را بدنام بسازند متوجه همین موضوع باشند که شما نوشته اید
با عرض احترام
د ویسا د مخورې ورځپاڼي مسول مدیر ته
سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ
ددې مضمون په اړه مې څو بریښنايي ورځپانو ته ځواب لیږلې ، خو زه د پارلمان غړو ته حیران یم چې لکه د رمې د پسانو په څیر هر چیرې چې شنه واښه ویني هلته ور منډي وهي ، نه خو نن د افغانانو تر منځ د پردیو دملتړ پرته داسې غونډه شوني ده او نه شونی کیداې شي . ایران په تیرو کې هم او اوس هم دداسې څیرو کارت استعمالوي چې د امیب په څیر ځان په هر رنګ بدلولې ښي . جریر چې نه نوم لري او نه ادرس څنګه کولي شي کله په قبرص کې او کله هم په ترکیه او دوبۍ کې غونډي را وبولي . ایا خواصي فکر نه کوي چې دداسې غونډي تر شا به څومره ناولي لاسونه کار کوی ؟
د فیروز او جریر خبره ننۍ نه ده ، ډیره پخوانۍ ده ، دا خبره څو څو ځلې مونږ مطبوعاتو ته کړې ، جریر نن او پرون هم د پردیو په چوپړ کې و ، فکرکوم حکمتیار صیب پخپله نه غواړي په کورنۍ لانجه کې ځان را کاږي ، خو مونږ د حزب اسلامي د غړو په څیر غواړو دا خبره په ډاګه کړو چې حقیقت بل منګه دې ، جریر چې خپل ځانته بل کوم عنوان نه لري په زوره غواړي ځان دې لورې ته را و نښلوي ، دا خبره د حزب اسلامي په شورا او اجرائییه کې بیا بیا تر غور لاندې راغلې او د حزب امیر په دې هکله همداسې لارښونې کړي ،
مهمه خبره داده چې څرنګه چې جریر او ایرانیانو په پروګرامونو کې دحزب څوک ګډون نه کوي نو په دې خاطر هغه د فیروز کارت استعمالوي ، حال دا چې فیروز د حکمتیار د شهیدورور زوې او وراره دې او په هیڅ صورت دهغه پورې اړه نه لري ، حکمتیار درې زامن لري ، صلاح الدین ، جمال الدین او حبیب الرحمن ، چې تر اوسه یی یو هم د حزب اسلامي په سیاسي پروسو کې فعاله ونډه نه لري ، او نه د حزب اسلامي کار یوازې د حکمتیار صیب پورې را نغښتې دې ، حزب اسلامي یو ولس شموله ګوند دې ، تر یو ینم میلونه کسانو پورې د شهیدانو لست لري او تر څلویښت کالو زیاته سابقه ، نو په دې اساس ښاغلي حکمتیار چې هره پریکړه کوي نو باید د حزب اسلامي د اجراييه شورا د مایکروسکوب څخه تیره شي ، دا کوم کورنۍ تنظیم نه دې چې په جعلي زومانو او زامنو کې را ټول شوي وي ، په دې متاسف یو چې داسې پیښې په ډیره بربنډه توګه را منځته کیږي . مونږ د الجزیرې په ګډون ټولو ته دا بلنه ورکوو چې که د حزب تر نامه لاندې او یا حزب ته منسوب څه نشروي نو د حزب په ادرس دې یي نشر کړي نه د یو څو خاینو څیرو په حواله .
ستاسو څخه یو عالم مننه .
په درنښت
حاجې اسدخان هلمندی