مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

اوباما د افغانستان جګړې ته نوره بوديجه وغوښته

Posted by admin on Feb 2nd, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

نیویارک:د امريکا ولسمشر بارک اوباما د راتلونکي مالي کال لپاره خپله بوديجه خپره کړې ده .په دې بوديجې کې حکومت ته د ٣ اعشاريه اتيا تريليون ډالرو د لګولو واک ورکړل شوی چې په دې کې د بوديجې خورا کسر هم راځي .
په نوې بوديجه کې پوهنې او علمي څېړنو ته پيسې ډېرې شوې خو ډېر نور کورني پروګرامونه پر خپل حال کنګل شوي يا لغوه شوي دي .
ولسمشر وویل هېواد يې د پخوا په څېر لګښتونه نه شي کولی او د بوديجې بې ساري کسر ته په پام سره بايد په خپلو امکاناتو سره ژوند کول زده کړي .
بارک اوباما د خپلې بوديجې په روښانوونکې وينا کې د امريکا د فضايي ادارې ناسا پلانونه لغوه کړل، چې غوښتل يې تر ٢٠٢٠ کال پورې بيا انسان پر سپوږمۍ پلی کړي .خو له بلې خوا افغانستان کې د پوځي لګښتونو بوديجه ډېره شوې ده .
ولسمشر د بوديجې د اعلان پرمهال له کانګرېسه وغوښتل چې افغانستان ته د نوو عسکرو د استولو د تمويل لپاره نورې پيسې هم منظورې کړي . د دغه کار لپاره په ٢٠١٠ مالي کال کې پر هغو ١٣٠ ميليارده ډالرو سربېره چې کانګرېس لا مخې د افغانستان او عراق د جګړې لپاره د جګړې لپاره منظرو کړي وو، نور ٣٣ ميليارده ډالره هم وغوښتل شول .
په دې سره د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره د امريکا بېلې شوې پيسې د عراق په پرتله ډېرې شوې .
بوديجې دغه راز له پاکستان سره د اورپکۍ په ځپلو کې د ژمنه شوو پيسو اندازه هم ډېره کړې ده .
د اورپکۍ د ځانګړي صندوق له لارې د پاکستاني پوځ د تسليح ، تجهيز او روزنې لپاره پرووسږ کال ٧٠٠ ميليونه ډالره ورکړل شوي وو، خو دغه اندازه اوس ١٢ سوه ميليون ډالرو ته پورته شوې ده .
ټاکل شوې چې د ٢٠١١ کال په وروستيو کې له عراقه امريکايي ځواکونه ووځي او بارک اوباما هڅه کوي چې افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر زيات کړي .
له ٢٠٠١ کال راپدېخوا د عراق او افغانستان پر جګړې کابو يو تريليون ډالره لګول شوي دي .

  • فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

دویسا لوستوونکی څه وایی؟