پرون د امريكا سفير په يوه خبري ناسته كې د ملي جنبش د مشر جنرال عبدالرشيد دوستم د بيا ټاكنې په اړه اندېښنه وښوده وې ويل چې پر نوموړي د سلګونو كسانو د وژلو تورونه دي.
امريكايي چارواكيو دلندن كنفرانس په درشل كې هم دغه مساله ياده كړه او ډير امكان دى د ولسمشر كزري پر خلاف د تبليغاتي كمپاين لپاره همدغه مساله بيا بيا رسنيو ته راووزي او تكرار شي، جنرال دوستم واقعاً دهېواد په وروستيو خونړيو لسيزو كې يو داسې نوم دى چې ډير ياد شوى دى.
خو ولسمشر د جنرال دوستم د ګومارنې په اړه خپل دلايل لري اودغه دلايل څه وزن هم لري، داسې يو څوك چې ځان په افغانستان كې د واك تر ټولو ستر مقام (ولسمشرۍ) ته كانديد كړي. نړيواله ټولنه، سفارتونه اود بشر د حقوقو په نامه جوړې ډلې ټپلې پرې چوپه خوله وي او تائيد يې كوي بل وخت په يوه تشريفاتي كرسۍ د هغه ټاكل كيدل هيچاته د زغم وړ نه وي، دا حالت پخپله د يو بام او دوې هواوې سياست څرګندوى دى، معنا دا چې پر افغاني ټولنه كومې څېرې تپل شوې او نن دلته د واك كوم محورونه او مركزونه جوړيږي، كه د نړيوالې ټولنې شوم سيورى نه وي ولس به له هغوى سره خپل حساب كتاب پخوا معلوم كړى ؤ، دلته چې څه شوي دي د بن په كنفرانس كې يې بنسټ اېښودل شوى دى، كه مساله د خرابيو سمون وي نو بايد په واقعي معنا افغان ولس پرېښودل شي چې د خپلو ظروفو، شرايطو او غوښتنو پر بنسټ نظام جوړ كړي. اصلاً د نړيوالې ټولنې چل په دې كې دى چې د خرابيو بنسټ دوى ايښى، ډير ناوړه كسان دوى په يوه او بل نامه زموږ د ولس پر اوږو سپاره كړي دي، اوس چې په ټوليزه توګه هغوى جام شوي دي د خرابيو پړه پر نورو ورغورځوي، په دې كې شك نشته چې په افغانستان كې ډير بوږنوونكي جنايات شوي دي، د دغو جناياتو زياتره لومړى درجه مسوولين همدا اوس ژوندي او په اوسني نظام كې په يوه او بله بڼه شته، متاسفانه نړيواله ټولنه په تيره امريكا د يو كس او يا ډلې لپاره د ارزولو په هغه معيارونو باوري نه ده چې افغان ولس پرې باور لري، هغوى د خپلو ګټو له عينكو موږ ته ګوري، يو څوك د يوه پړاو لپاره د ستاينې وړ دى، همغه په يوه بل پړاو كې بايد ورټل شي.
ځكه خو لومړى د افغان حكومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ بايد دغه مساله سپينه شي، دوهم افغان ولس بايد خپل كاڼي او معيارونه و پالي، موږ به تر كومه دې ته ناست وو چې نړۍ مو پر چا د مجاهد او اتل نوم ږدي او پر چا د مجرم.
كه دغه مساله سپينه شي نه به بيا نړيوال پر موږ كوم مجرم د اتل په نامه و تپلى شي او نه به مو اتلان د نورو په حكم او فتوا مردود وي.


