مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

بايد را ويښې شوې جذبې بېرته سړې نشي

Posted by admin on Feb 3rd, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د افغان دولت لخوا له طالبانو سره د سولې د طرحې له وړاندې كيدو او د نړيوالې ټولنې لخوا له دې طرحې سره له توافق وروسته د ګاونډي هېواد پاكستان په سياسي، پوځي او رسنيزو كړيو كې برالا يو بدلون احساسيږي چې يو نيك شګون يې بللاى شو. د پاكستان د سياستوالو ژبې نرمې شوې دي، د مرستو او ملاتړ ژمنې او د مسالې په حل كې د ملاتړ هوډ ښكاروي، د هغه هېواد په رسنيو كې چې پخوا كومه فضا حاكمه وه تر ډيره پكې په زړه پورې بدلون راغلى دى، اوس زياتره ليكوالان خپل حكومت ته په زغرده وايي چې تاسو طالبان خپله شتمني او وسله ګڼى او له طالب پرته نور افغانان ټول شمال ټلواله او د پاكستان دښمنان، په داسې حال كې چې داسې نه ده.

كه څه هم متاسفانه زموږ د لويديز ګاونډي (ايران) دريځ دومره د ستاينې وړ نه دى، په لندن كنفرانس كې يې پلاوي ګډون و نه كړو اوپه همدې ورځو كې د همدې هېواد مرسته په مالديو كې د ملي تفاهم يوه بله غونډه جوړه شوه چې كيداى شي هدف يې د سولې د هڅو د انسجام پر ځاى په څو برخو ويشل وي.

خو د پاكستان په دريځ كې دغه بدلون يو ښه فال ګڼلى شو، خداى دې وكړي په هېواد او سيمه كې د هميشنۍ سولې او امن پيلامه شي.

يو تريخ واقعيت دادى چې نن ټوله سيمه په تيره دواړه هېوادونه، افغانستان او پاكستان له يو ډول ګواښونو او خطرونو سره مخ دي، افغانان له پيله په دې نظر وو چې د دوى په كور كې بل شوى اور به هيڅكله هم يوازې د افغانانو په كورونو كې ايسار پاتې نشي، دغه اور كه مړ نشي شاو خوا هېوادونه به ټول ورسره لولپه كړي، نن ښايي پاكستان همدغه تريخ واقعيت ښه تره درك كړى وي.

اوس دې ته اړتيا ده چې د سولې او آرامۍ د را وستلو لپاره چې كوم احساس را پيدا شوى دى او لومړني ګامونه يې اوچت شوي دي بايد دغه احساس بيرته سوړ نشي، بايد پيل شوى حركت د سولې او امن په يوه داسې غورځنګ بدل شي چې د سيمې برخليك ورسره واړوي.

يو څه ته چې هم افغان ولس او چارواكي بايد پام وكړي او هم د سيمې په كچه نور هېوادونه په تيره پاكستاني چارواكي هغه دا دي چې دا اوسنۍ بدمرغۍ، ځانمرګي بريدونه، بمبارۍ، وژنې په لنډو ټكيو كې د مرګ روانه لوبه سراسر زموږ د ولسونو په زيان ده، يوازې باروت او په ګوليو او بمونو كې كارول شوې اوسپنې پردۍ دي، د دې برباديو مړي د همدې جونګړو اوسيدونكي دي، وران شوي او سوځيدلي كورونه او ماركيټونه زموږ دي، وير او ماتم يې زموږ دى، خو وياړ او ګټه يې پردۍ ده.

د داسې پردۍ جګړې داور تازه ساتل لوى حماقت دى په پرديو جګړو كې، د انسانانو په مرګونو كې د برلاسيو او امتيازاتو لټول تر دې ستر حماقت دى.

  • فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

دویسا لوستوونکی څه وایی؟