مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

جوړ جاړى ملي پروسه ده د چا شخصي پروژه نه

Posted by admin on Feb 5th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په دې كې شك نشته چې تير ديرش كلن اوږده بحران، پرديو يرغلونو او كورنيو جګړو زموږ د هېواد ټول اقتصادي بنسټونه و نړول، په دې موده كې نه يوازې دا چې زموږ هېواد له پرمختګ پاته شو بلكې شته شتمنۍ، مغزونه او آبادۍ يې د جګړو په اور كې لوخړه شوې، اته كاله وړاندې چې په افغانستان كې د نوي نظام بنسټ كيښودل شو په ولس كې دغه هيلې را پيدا شوې چې نور به بحران پاى مومي او افغانان به ورو ورو بيرته د ژوند عادي بهير ته را وګرځي او په خپل همت به د نړۍ له نورو ولسونو سره همګام شي. خو دا دي اته كلونه وروسته متاسفانه موږ وينو چې هغه هيلې تر سره نه شوې، پردې به اوس څه نه وايو چې ولې تر سره نه شوې، كومې غلطۍ او ستونزې وې چې په هېواد كې سوله بشپړه تامين نه شوه، جګړو دوام و موند او هېوادوال مو بيا هم د جګړو په شوم سيوري كې په بې وزلۍ، بد امنۍ او ناكرارۍ كې پر ژوند تيرولو محكوم دي.

بايد ومنو چې زموږ په هېواد كې د نظام په وړاندې وسله وال مقاومت د يوې توطيې له مخې ژوندى وساتل او ځواكمن كړاى شو، ځكه خو اوس له اته نيمو كلونو وروسته يو ځل بيا دا اړتيا ليدل كېږي چې هم افغان دولت او هم نړيواله ټولنه افغان بحران ته د حل په يوه نوې لاره فكر وكړي چې دغه لاره دا اوس د سولې او جوړ جاړي پروسه ده.

واقعيت دا دى چې دا زموږ د هر وګړي ضرورت دى چې نور يې له سره د وژنو او جګړو شوم سيورى لرې شي، زموږ د بې وزليو او بدمرغيو اصلي لامل همدغه دى، زموږ د سياسي ګډوډيو او ناخوالو اصلي سبب همدغه دى او همدغه جګړه او بد امني ده چې د وينه په څېر زموږ د ټولنې ارزښتونه له دننه څخه خوري، زموږ ولس پرديو ته مجبوروي، او د خپلو معنويتونو څخه يې پردى كوي.

افغانان په ټوليزه توګه بايد اوسني وضعيت او روانو بدمرغيو ته له همدې سترګيو و ګوري، سره له دې چې په تيرو اتو كلونو كې ددې بدمرغيو څپې د هېواد جنوب، لويديز او ختيځ ولايتونو كې وې، خو و موليدل چې دغه بدمرغه څپې شمال او دهېواد زړه كابل ته را ورسيدې او باور مو دى چې كه خداى مه كړه را قابو نكړاى شي افغانستان به په كنډواله بدل كړي، اوس چې د نړيوالې ټولنې په توافق د جوړ جاړي كومه پروسه پيل شوې ده د هر افغان ديني او ملي مسووليت دى چې تر شا يې و دريږي او ملاتړ يې وكړي، همدغسې هر افغان دا مسووليت هم لري چې دغه پروسه له اصلي موخو بېلارې كيدو ته پرې نږدي، دا زموږ د ولس د راتلونكې مساله ده. زموږ ټولو برخليك ور پورې غوټه دى، نه بايد چاته اجازه ور كړو چې زموږ برخليك بدمرغيو كې ښكيل پاتې شي او نه څوك د خپلو ګټو معاملې پرې وكړي.

د هېواد پر ټولو سياسي او پر مسايلو باخبرو لوريو غږ كوو چې په دې مساله كې بايد بې توپيره پاتې نشي، خپل رغند وړانديزونه، غوره مشورې او طرحې بايد له اړوندو چارواكيو سره شريكې كړي، كه خداى وكړي چې دغه اور مړ شي زموږ ولس به له يوه ستر عذابه وژغورل شي.

  • فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

دویسا لوستوونکی څه وایی؟