پېښور+كابل- په پاكستان كې د نوموړي هېواد د طالبانو غورځنګ ورځ تر بلې خپل ځواك له لاسه وركوي او په دې وروستيو كې د خپلو څو مشرانو تر مړينې وروسته د مشرتابه له كاختۍ سره مخامخ شوي دي.
د پاكستان او امريكا د حكومتي سرچينو په وينا، د طالبانو نوى زلمى مشر حكيم الله مسعود د سويلي وزيرستان په شكتي سيمه كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په بريد كې وژل شوى دى. د امريكا يوه امنيتي چارواكي له نومښودنې پرته امريكايي رسنيو ته وويل، چې حكيم الله مسعود په پرېكنده توګه ددوى په بريد كې وژل شوى دى.
د سياسي چارو كارپوهان وايي، د پاكستان د طالبانو غورځنګ د دوو مهمو قوماندانانو بيت الله مسعود او حكيم الله مسعود تر وژل كېدو وروسته، ددغه غورځنګ ګڼ شمېر قوماندانان بدل شوي او پخپله د بيت الله مسعود د ځايناستي پر سر د حكيم الله مسعود او مفتي ولي الرحمن د پلويانو ترمنځ ناندرۍ شوې دي. د باوري سرچينو په وينا، بيت الله مسعود په خپل وصيت كې مفتي ولي الرحمن د خپل ځايناستي په توګه ټاكلى و. داسې ويل كيږي، چې مفتي ولي الرحمن او قاري حسين دواړه د روان كال د جنوري پر ۲۴مه نېټه د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بريدونو كې وژل شوي دي. سرچينې وايي، چې په سويلي وزيرستان، سوات، باجوړ او اوركزۍ ايجنسۍ كې د طالبانو ګڼ شمېر قوماندانان بدل شوي او دغسې يو شمېر سيمې ترې پاكستاني پوځ ولكه كړې دي.
په باجوړ ايجنسۍ كې د طالبانو د مشهور قوماندان مولوي فقيرمحمد او يوه بل قوماندان قاري ضياءالدين ترمنځ، چې سيمه ييز خلك يې افغان جنګيالى بولي، د بريدونو او جګړې د څرنګتيا پر سر اختلاف پيدا شوى او دواړې ډلې بېل بېل ګروپونه او عمليات كوي. دغسې د طالبانو مشرتابه شورا مولوي فقيرمحمد د باجوړطالبانو د مشرۍ له دندې لرې كړى او پرځاى يې د محمد جمال(دادالله) په نامه يو بل كس ټاكلى دى. ويل كيږي مولوي فقيرمحمد په پاكستان كې د عملياتو پلوى نه دى، خو قاري ضياءالدين بيا په افغانستان او پاكستان دواړو هېوادونو كې د عملياتو پلويتوب كوي.
د سياسي چارو كارپوهان وايي، كه د حكيم الله مسعود وژنه رښتيا ثابته شي او د جنوري مياشتې د ۲۴مې نېټې په بريد كې قاري حسين او مفتي ولي الرحمن دواړه وژل شوي وي، دا به د پاكستان د طالبانو غورځنګ لپاره تر ټولو ستره ضربه وي، ځكه دغه ګوند د مسعود قوم په كچه بل داسې مشهور طالب مشر نه لري، چې دغه غورځنګ په پښو ودرولاى شي. دغسې كه چېرې مشري د مسعودو له قوم نه بل قوم ته لېږديږي، دغه غورځنګ به خپل اصلي قوت او ملاتړې سيمې له لاسه وركړي.
##


