كابل- د كابل ښار د ليسو د دوولسمو ټولګيو له فارغانو نه د كانكور ازموينې پرمهال چارواكو وويل، چې ۶۰ زره محصلان به پوهنتونونو ته جذب شي.
د پنجشنبى په ورځ څه باندې اته زره فارغان په كابل پوهنتون كې د كانكور د ازموينې پارچو ته كيناستل.
د لوړوزده كړو وزارت سرپرست وويل، چې دوى به راتلونكى تعليمي كال ته، د هيواد په پوهنتونونو او د لوړوزده كړو په موسسو كې، له شپېتو زرو ډېر محصلان جذب كړي. چارواكي وايي، دوى پرېكړه كړې ده، چې د هېواد پوهنتونونو او د لوړوزده كړو موسسو ته، د تېركال په نسبت شل سلنه ډېر محصلان جذب كړي.
د لوړوزده سرپرست وزير وويل، چې د كابل ښار د ليسو له فارغانو څخه به په درې پړاوونو كې ازموينه واخيستل شي، چې په هرپړاو كې به يې اته اته زره هلكان اونجونې شامل وي.
له ښاروروسته به د كابل ولايت او ورپسې به كابل ته له څېرمه پرتو ولايتونو د ليسو له فارغانو ازموينه واخيستل شي. دا لړۍ به د کب تر لومړيو پورې دوام وكړي او نتايج به يې د حوت تر پنځلسمې اعلان شي.
په ازموينه كې برخه وال فارغان، چې كابو درې زره پكې نجونې وې تر ډېره ، د ازمويني له سيستم څخه راضي وو.
د لوړوزده كړو وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد كې د دوولسمو ټولګيو د فارغانو شمير له ۱۰۰زرو اوړي، چې څه باندې نيمايي يې د كانكور ازموينې ته حاضرشوي دي.


