م- خبريال
په تيرو ديرشو كلونو كې چې پر افغانستان څومره توپانونه را والوتل او تير شول، څومره سياسي تجربې پكې پلې او ناكامې شوې ښايي د بل هېواد په تاريخ كې په دومره موده كې دومره زيات بدلونونه او تجربې سارى و نه لري.
په 1357 لمريز كال خلق ديموكراتيك ګوند پوځي كودتا وكړه او مسكو پلوه كمونيستي حكومت يې جوړ كړ، يو نيم كال وروسته شوروي پوځونو پر افغانستان يرغل وكړ.
له نهه كلونو وروسته شوروي پوځونه مات شول او د مجاهدينو حكومت جوړ شو، پينځه كاله وروسته طالبان د سولې د پرېښتو په توګه پر كابل وكمن شول تر دې چې نهه كاله وړاندې طالبان د امريكا د يرغلونو له امله له واكه لرې شول او بيا د بن په كنفرانس كې د افغانستان لپاره د يوه نظام بنسټ كېښودل شو چې نن د هماغه نظام په بهير كې د ولسمشر كرزي د انتخابي ولسمشرۍ دوهمه دوره روانه ده.
په دې تيرو كلونو كې د نظامونو د جبري او اختياري بدلونو دومره ترخې تجربې پاتې دي چې ښايي يو ولس يې په څو پيړيو كې شاهد نه وي.
له بده بخته د ثور له شومې كودتا نه تر ننه په دې ټولو بدلونونو، بدمرغيو، او غميزو كې بهرني لاسونه ډير جوت دي، خو زموږ ولس سره له دې چې له پرديو عامه كركه لري داسې څېرې او آن ډلې هم لري چې پر دې ترخو تجربو سر بيره اوس هم په هر څه كې بهرنۍ اراده، د لرې او نږدې هغه او دغه حكومت او ځواك رايه او نظر دهېواد په برخليك كې پريكنده ګڼي، دا زموږ د ولس ډيره ستره بدمرغي ده، دا د غلامانه ذهنيت زيږنده ده چې نن موږ په هېواد كې د هغې كرغيړنې جګړې د پايته رسولو په باب هم پر يوه ملي محور را ټوليداى نه شو چې زموږ هست او بود يې ټول رانه و خوړل.
له بحرانونو سره په مقابله كې يوازې هغه ولس بريالى كيداى شي چې په دې اړه له ټولو خپلمنځي سليقوي اختلافونو تيروي او په يوه مركز را ټوليداى شي.
زموږ ولس تل خپل هويت او استقلال په همدغسې وحدت او يووالي ساتلى دى، له پخواني شوروي سره د مقابلې پر مهال به امريكايي سټنګر رول درلود، خو كه افغان ولس خپل يووالى، غيرت او ايمان نړۍ ته نه واى ثابت كړى ګرانه وه چې پر دوى دې نړيوالو دومره لوى لور كړى واى.
اوس دې ته اړتيا ده چې د حقارت له احساس سره مبارزه وكړو، د خودۍ او غرور احساس وپالو، آخر ولې موږ د خپل برخليك په اړه د نورو د ارادې تابع واوسو؟
دغه غلامانه ذهنيتونه چې په پرديو سفارتونو كې د خپلو په جاسوسيو نه شرميږي د ولس د برخليك په ټاكلو كې هيڅكله هم رغنده رول نشي درلوداى، دوى هغه طفيلي دي چې هر څه په تياره غواړي، د دې كړيو قضاوت او غوښتنې د ولس غوښتنې او قضاوت نه دى، ولس له روان ناورين نه نجات غواړي ځكه خو هر با ضميره افغان بايد د مصالحې اوسنى اوچت شوى غږ بدرګه كړي، باور مو دى چې كه همداسې بدرګه شي بالاخره به له هېواده د جګړو، وژنو او بدمرغيو دغه تور سيورى لرې شي چې له كلونو راسې يې زموږ ولس په ماتم محكوم كړى دى.



ښاغلۍ خبریال صاحب، مننه تاسو یواځی ریښتنی ټکی لیکلی دی.
په خواشینۍ سره چی په اوسنی حاکم نظام کی یو هم داسی نشته چی د غلامۍ کړۍ یی په ستونی یا غوږ کی نه وی ځوړنده. ترڅو چی د افغانستان په نظام کی صالح اوپوه خلک نشی ځای پر ځای پر سګ بازانو او موچیانو یی خدای که جوړ کړی.
درنښت