امريكايي پوځ په افغانستان كې د يوې پخوانۍ طرحې پر پلي كولو لاس پورې كړى دى، غواړي چې ولس د دولت د مخالفينو په وړاندې و دروي او ځانګړې مرستې ورسره وكړي، دغه كار به نيغ امريكايي ځواكونه د مركزي دولت له مشورې او خبريدو پرته په بيلابيلو سيمو كې كوي، د همدې پلان له مخې يې په دې وروستيو كې د ننګرهار د شينوارو ولس ته تر يو مليون ډالرو زياتې مرستې وركړې دي.
امريكايي چارواكي په دې پلمه دغه مرستې د دولت په واك كې نه وركوي او نيغ يې پخپله ولس ته وركوي چې ګواكي په دولت كې فساد دى او دغه پروژې سمې نشي پلې كولاى، خو په دې اقدم او نيغ د امريكايي پوځ لخوا په ولايتونو كې د مخالفينو پر خلاف د ولس سره مرستې چې په هر نيت وي ډيرې خطرناكې ثابتيداى شي.
له افغان حكومت پرته له افغان ولس سره مرستې پخپله د پوښتنې وړ دي، دا به د دولت مخالفينو ته له دولت او بهرنيو لوريو سره د جګړې او مخالفت مشروعيت وركړي، افغان ولس بيل ولس دى، دا منو چې نن يو ويشتمه پيړۍ ده زموږ د ولس ډير اصول د پرلپسې بحرانونو، بدلونونو او نړيوالو اغيزو په ټس كې بدل شوي او هير شوي دي، خو دا هغه ولس دى چې په يوه لنډۍ يې د جګړې پله اړولې ده، په يوه شعار يې د مرګونو ډګر ته ور دانګلي دي او په بيا بيا دغسې پيښې پكې تكرار شوې دي.
په بشپړ ډاډ ويلاى شو چې د دولت له چينل پرته له افغان ولس سره د بهرنيانو هيڅ ډول مرستې د سولې او ثبات په برخه كې هيڅ مثبته اغيزه نشي درلوداى.
پر دې سر بيره دغسې مرستې د پي آر ټي ګروپونو لخوا كه تر اوسه پورې تر سره شوې دي د حكومت سره د موازي حكومت په معنا تعبير شوې او د افغان دولت نفوذ او مشروعيت ته يې سخت زيان رسولى دى.
دا كار كه شعوري شوى دى له افغان ولس او دولت سره لوى خيانت او جفا ده، او كه غير شعوري شوى نه بښونكې او نه جبرانيدونكې غلطي ده چې بايد د تكرار مخه يې ونيول شي. ډير امكان لري دا د امريكا لخوا يو قصدي حركت وي او موخه يې همدغه وي چې پر ولس د افغان حكومت نفوذ كمزورى كړي، امريكا به دا د افغان مشرتابه د استقلاليت د ماتولو په موخه كړى وي، دا اوس كومه د راز خبره نه ده چې ولسمشر كرزي په وروستيو څو كلونو كې د نړيوالې ټولنې نه بيل دريځونه نيولي دي، پر دې د نړيوالو او افغان چارواكيو ترمنځ د باور فضا خړه پړه شوې هم ده، پر يو بل اړخ تورونه لګول شوي دي، خو واقعيت دادى چې كه هر څومره افغان چارواكيو د ولس د ستونزو په حل كې بريا نه درلوده په هماغه پيمانه د نړيوالې ټولنې په باب په ولس كې ذهنيتونه خراب شوي دي، د ولسمشر خپل تصميم او خپلواك دريځ خپل اغيز كړى دى.
په دې كې شك نشته چې نړيوال په افغانستان او سيمه كې خپل اهداف لري، خو افغان ولس ورو ورو د شعور دې كچې ته رسيږي چې د نړيوالو ځواكونو له اهدافو سره د دوى شراكتونه كوم دي او د څه لپاره دوى بايد د يوې پردۍ جګړې قرباني وركړي؟
يادو شويو ټكيو ته په پام سره په زغرده ويلاى شو چې د مركزي حكومت له چينل پرته د بهرنيانو او ولس ترمنځ نيغې اړيكې نه يوازې دا چې د افغان بحران د ژوريدو سبب كېږي، د افغان دولت او نړيوالې ټولنې ترمنځ بې باوري نوره هم زياتوي او بالاخره د نړيوالو لپاره همدغه مقوله پر يوه ترخه واقعيت بدلوى چې افغانستان د امپراتوريو هديره ده.


