كابل (ويسا): ـ د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا متحده ايالاتو د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونو په غبرګون كې چې د مارچ پر پينځمه يې يوه فورم ته له طالبانو سره د دولت د سولې د پروسې په اړه كړې وې دهيواد د سياسي او فرهنګي كړيو توند غبرګون ښودلى دى.
د سيمه ايزو مطالعاتو مركز به نن په دې اړه يو خبري كنفرانس جوړوي، په دې اړه په ولسي جرګه كې د كاپيسا د خلكو استازي حاجي فريد ويسا ته وويل چې دهالبروك دغه څرګندونې چې طالبان په هره پښتني كورنۍ كې يو تن غړى لري او امريكا له دوى سره د حامد كرزي د سولې په پروګرام كې شريكه نه ده، پښتنو ته يو اولتيماتوم او ګواښ دى چې ټول بايد ختم شي.
په حقوقي لحاظ د مجرم همكار مجرم دى، نو چې هره كورنۍ له طالبانو سره تړاو لري او سوله ورسره نه كوي نو امريكا غواړي ټول پښتانه ووژني.
حاجي فريد زياته كړه چې د بهرنيانو يوه ناروا نه ده، ډيرې دي، دا د مك كرستال حكم ته يې وګورئ اصلا داسې قانون نشته چې بهرنيانو ته د افغان كور ته دننوتلو او دهغو دپلټنو اجازه وركړي.
پياوړي اديب او ليكوال او دماليې وزارت مطبوعاتي سلاكار استاد نجيب منلي دهالبروك د وروستيو څرګندونو په غبرګون كې ويسا ته وويل چې دهالبروك دغه څرګندونې په سياسي او دپلوماتيكو موازنيو ډېرې بې وزنه او نامناسبې دي.
استاد منلي وويل چې عملا دغه خبرې هيڅ معنا نه لري اوكوم منفي اغيز نشي غورځولى ځكه چې د ډيورند دواړو لوريو ته تر څلويښتو ميليونو زيات پښتانه پراته دي، امريكا مجبوره ده چې له دې ولس سره تفاهم وكړي او كه د جګړې خبره وي نو پنځوس كاله جګړې ته دې تيارۍ ونيسي، زما په ګومان امريكا دومره اوږدې جګړې توان نه لري خو دغه ولس يې لري.
د افغان څيړنيز او مشورتي مركز مشر غلام جيلاني ځواك په دې اړه وويل چې د هالبروك پردې خبره ماته د هغه پر دماغي صحت شك رالويدلى دى، د هالبروك د خبرو معنا داده چې امريكا اته نيم كاله عملا د پښتنو پر عام وژنه مصروفه وه او هيڅ انساني اهداف يې نه درلودل.


