<div style="background-color: none transparent;"><a href="http://www.rsspump.com/?web_widget/rss_ticker/news_widget" title="News Widget">News Widget</a></div>

مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

فاروق وردګ ،دسولي دملي مشورتي جرګې تخنيكي مشر:دسولې مشورتي جرګه به د راتلونكي كال په ثور كې جوړه شي

Posted by admin on Mar 8th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

:


ويسا – له وسله والو طالبانو او د افغانستان د دولت له نورو مخالفو وسله والو سره د سولې او پخلاینې لپاره د جوړېدونکې جرګې د غړیو شمېرنن اعلان شو.

د سولې د ملي مشورتي جرګې د تخنيكي كميسيون مشر، ډاکټر فاروق وردک پرو ن  د ولسې جرګې په عمومې غونډې ته وويل، چې دا جرګه به د راتلونكې لمريز كال په ثوركې په كابل جوړه شي. ي وردك څرګنده كړه چې په دې جرګه كې به له وسله والومخالفينو سره د سولې د خبرواترو د څرنګوالي په اړه د افغانستان د خلكو له استازو سره هراړخيزه سلامشوره وشي. نوموړي زياته كړه  ، چې په دې جرګې كې به دولس سوه تنه برخه واخلي او د راتلونكې لمريز كال د غويي په نهمه نېټه به په كابل كې د لويې جرګې په خيمه كې جوړه شي

د پوهنې وزير او د دې جرګې د تخنيكي كميسيون مشر ډاكټر فاروق وردګ د ولسې جرګې غړو ته د سولې د ملي مشورتې جرګې په اړه معلومات وركړل او ويې ويل ، چې په دې جرګې كې به د ملي شورا ټول غړي، د ولايتي شوراګانو اوه پنځوس تنه استازي، ټول واليان او د علماو د سراسري شورا ټول غړي برخه واخلي.ښاغلي وردك څرګنده كړه، چې له هرې ولسوالۍ څخه يو قومي مشر، شل تنه روشنفکرې ميرمنې، د كوچيانو دېرش او د معيوبينو پنځلس تنه استازي، د مدنې ټولنې او سياسي ګوندونو، د سوداګرو او دغه راز په پاكستان او ايران كې به د افغان مهاجرو اتيا تنه استازي هم په كې ګډون وكړي.ډاكټر وردك د سولې د ملي مشورتي جرګې د اهدافو په اړه وويل ))  دا جرګه به درې اساسي هدفونه تعقيب كړي، لومړى دايمي سولې ته د رسيدو لپاره له افغان ملت سره مشوره، مفاهمه او موافقه.دوهم له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو په څرنګوالي موافقې ته رسيدل اودرېيم له مخالفينو سره د خبرو لپاره د يوې طرحې او ميكانيزم جوړول.((

هغه زياته كړه ، چې په دې جرګه كې به د كابينې او سترې محكمې غړي، لوى څارنوال، د ولسمشرټول سلاكاران او د خپلواكه كميسيونونو او ادارو مشران هم برخه ولري. ده دغه رازڅرګنده كړه، چې نږدې دوه سوه تنه بهرني ډپلوماتان او سفيران به هم د دې جرګې د پيل او پاى په مراسمو كې برخه واخلي خو په ډاګه يې كړه، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې ټول مالي لګښت به د افغان

##

  • فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

دویسا لوستوونکی څه وایی؟