<div style="background-color: none transparent;"><a href="http://www.rsspump.com/?web_widget/rss_ticker/news_widget" title="News Widget">News Widget</a></div>

مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

د ريچارډ هالبروك پر څرګندونو توند غبرګون وښودل شو

Posted by admin on Mar 8th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.


كابل (ويسا): ـ پرون د غرمې په دوو بجو  دكابل په انټر كانټينال هوټل كې دسيمه ييزو مطالعاتو مركز د محمود طرزي دفكري مركو لخوا يو خبري كنفرانس رابلل شوى و او ددې مركز په استازيتوب د بشر دحقوقو او چاپيريال ساتنې سازمان مشر عبدالرحمن هوتكي، افغان ليكوال او محقق حبيب الله رفيع او ليكوال او ژورناليست رزاق مامون د ريچارډ هالبروك د هغو څرګندونو په اړه خبرې وكړې چې دمارچ په پنځمه يې يوه فورم ته كړې وې.

ليكوال حبيب الله رفيع په دې اړه وويل چې اصلا ريچارډ هالبروك يهودى دى او ددې لپاره ګومارل شوى چې په آسيا كې د اسرائيلو خونديتوب تضمين شي. رفيع وويل چې د پښتنو پر خلاف د هالبروك خبرې ښيي چې امريكا د خپلو ګټو لپاره په سيمه او افغانستان كې د جګړې دوام غواړي او د سولې له هڅو سره مخالفت كوي.

دې غونډې ته د بشر د حقوقو او چاپيريال ساتنې سازمان مشر عبدالرحمن هوتكي وويل چې دافغانستان لپاره دامريكااستازي ريچارډ هالبروك په دې خبرو د افغان ولس پر حقوقو تيرى كړى دى بايد له افغاندولت او ولس نه معذرت وغواړي، نوموړي له افغان چارواكو او پارلمان څخه هم ګيله وكړه وې ويل چې حكومت او پارلمان بايد پردې څرګندونو توند غبرګون وښيي او دخپل ولس له حقوقو دفاع وكړي. هوتكي زياته كړه چې هالبروك يو ځل مخكې هم په يوه مركه كې دافغانستان د حكومت په باب ويلي وو چې ترڅو اساسي بدلون پكې رانشي د مثبت حركت امكانات نشته، هوتكي د نوموړي دغه څرګندونې  هم ډيرې غير مسوولانه او د افغانستان د نظام پر حقوقي حيثيت تيرى وباله.

ليكوال او ژورناليست رزاق مامون وويل چې دلته لويه لوبه روانه ده، اصلا د هالبروك وروستۍ څرګندونې دافغان ولس په تيره پښتنو پر حيثيت يو تيرى دى خو ستونزه تردې لويه ده چې بايد غم يې وخوړل شي.

د ژورناليستانو د پوښتنو په ځواب كې هم پردې ټينګار وشو چې بايد ولس دخپل حيثيت د دفاع لپاره بيدار وي.

  • فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

دویسا لوستوونکی څه وایی؟