ويسا – پرون سهار د پاكستان په لاهور ښار كې يو ځانوژونكى بريد شوى ، چي په پايله كې يې د يوې ښځې په شمول يوولس تنه مړه شوي او شاوخوا شپېته تنه ټپيان شوي دي. د بريد هدف د استخباراتو يو دفتر ښوول شوى دى.
دا ځانمرګۍ بريد په لاهور ښار كې پرون سهار د دې هېواد د استخباراتو پر يوۀ دفتر باندې وشو ، چې په نتيجه كې يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لاهور ښار د پوليسو يو مشر رانا اياز وايي ناڅرګندو كسانو په چاودېدونكيو موادو بار يو موټر د دفتر په ودانۍ كې وواهه او ورسره سم يوه زوروره چاودنه وشوه: ((احتمال شته چي نور خلك هم تر خاورو لاندې وي د هغوى د را ايستلو او ژغورلو كار دوام لري، دلته لس تنه پوليس هم ځاى پر ځاى وو او بريد پر پوليسو شوى دى، خو دم ګړۍ ته د هغوى د مړينې او ټپي كېدو په اړه خبر نه لرو))د لاهور د پوليسو يو بل مشر سجاد بټه وايي په دې چاودنه كې ۶۰۰ كيلوګرامه چاودېدونكي توكي كارول شوي دي.په چاودنه كې ټپي كسان او مړي د لاهور جناح روغتون ته وړل شوي دي، د روغتون رئيس ډاكټر جاوېد اكرم وايي په ټپيانو كې يو ماشوم او يوه ښځه هم شامل دي.
دا چي د دې چاودنې تر شا به د چا لاس وي دم ګړۍ ته يې چا مسووليت نه دى منلى خو پوليسو او نورو دولتي چارواكيو وويل ، چي په دې پېښه كې وسلوالو ترهګر لاس لري.د يادونې وړ ده چي يو كال وړاندې هم د نننۍ چاودنې ځاى ته په لږ فاصلې سره د پاكستان د تحقيقاتو د مركزي دفتر په وړاندې يوه زوروره چاودنه شوې وه چي له امله يې ګڼو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
#


