پرون د سيمه ايزو مطالعاتو د مركز په اهتمام يو خبري كنفرانس جوړ شوى ؤ چې د محمود طرزي د فكري مركز څو تنو سياسي څيړونكيو د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي ريچارد هالبروك پر خبرو توند غبرګون وښود.
د هالبروك خبرې په ټيټه كچه په فرهنګي مركزونو او عام ولس كې له توند غبرګون سره مخامخ شوې او پر چارواكيو دا نيوكې زياتې شوې چې ولې ددې څرګندونو په وړاندې چوپه خوله دي، همدغسې پر هغو رسنيو هم چې په يوه وړوكى مساله غوغاوې پورته كړي په دې اړه همدغه نيوكې دي چې ولې چوپې دي؟
واقعيت دادى چې د امريكا د ځانګړي استازي خبرې عادي خبرې نه دي، نه يوازې تر پنځوسو مليونو زياتو پښتنو ته سپكاوى شوى بلكې دا ټول افغان ولس د برخليك خبره ده، ځكه نوموړي په زغرده ويلي چې د ډيورند په دواړو لوريو كې په هر پښتني كور كې يو طالب حتماً ناست دى او امريكا له دوى سره د كرزي د سولې په پروګرام كې شامله نه ده.
له دې مسالې سره احساساتي چلن او يوازې د توندو غندنو بهير هيڅ ګټه نه لري، چارواكيو ته په كار دي چې په مسوولانه ډول دغه خبره سپينه كړي چې امريكا څه غواړي، آيا په رياښتيا دوى د پښتنو عامه وژنه غواړى او آيا په ريښتيا د دولت د سولې له پروګرام سره نه دي؟ كه نه وي واقعيت دادى چې دا يوه لويه ستونزه ده، د افغان ولس برخليك او دريځ بايد روښانه نه شي.
پردې مساله بايد ولس سره يوه خوله او يو دريځ شي، د هالبروك د خبرو ظاهري نښه پښتانه دي، خو دا د ټول ولس او د هر افغان د برخليك خبره ده، دا ممكنه نه ده چې په هيواد كې دې د وروڼو قومونو برخليك سره بيل شي.
پښتانه خو د افغاني ټولنې يوه لويه برخه ده، د هيواد د برخليك په اړه د يوه وړوكي قوم له شتون او اغيز نه انكار نشي كيداى، ځكه خو دغه مساله بايد په ملي كچه سمه راپورته او وارځول شي.
د دولت له مخالفينو سره د سولې او جوړجاړي مساله زموږ د ولس لپاره د مرګ او ژوند مساله ده، آخر موږ ولې د يوې پردۍ جګړې په اور كې لولپه شو؟
د امريكا او القاعده مقابله ولې د افغان ولس د ككريو په رغړيدو دوام ومومي؟
ښايي ځينې داسې خودفروشه كسان وي چې دا د يوه قوم او امريكا لانجه وبولي او په زړه كې ګوړې ماتې كړي، خو عام ولس داسې فكر نه كوي، زموږ باور دى چې د ولس د برخليك په اړه له پاميره تر هراته او له سپين غره د آمو تر څنډو د افغان ولس، غم، درد، چيغه او دريځ او برخليك شريك او سره تړلى دى.
ولس په تيرو اوږدو كلونو كې يوځل نه په بيا بيا دا ثابته كړې چې دوى په ملي مسايلو، په تيره غم او ښادۍ كې سره يو او متحد دى.
اوس يوازې د چارواكيو هوښيارۍ او دې درايت ته اړتيا ده چې ولس پريوه محور را ټول او د خپل برخليك په اړه يې سره متحد كړي.
ښايي د هالبروك همدغه له غرضه ډكې غير مسوولانه څرګندونې د ولس لپاره د خير او يو ځواك كيدو سبب شي.
چارواكي بايد پردې وپوهيږي چې په ملي كچه ولس له همدې مسالې نه زيات اندېښمن دى چې نړيواله ټولنه د يوه مسلط تيري كوونكي ځواك په حيث ددوى وقار او حيثيت ګواښي، ډير داسې مسايل دي چې د نړيوالې ټولنې او افغان دولت تر منځ مبهم پاتې دي دې ابهام له يوه پلوه د افغانستان لرې او نږدې دښمنانو ته د ثبات د له منځ وړو فرصتونه برابر كړي دي، له بله پلوه پخپله په نظام كې د هيواد د راتلونكې په باب بدې اندېښنې را پورته كوي.
زموږ د چارواكيو او حكومت حيثيت څنګه دى؟
زموږ د پارلمان او نورو قانوني تشكيلاتو رول په ټولنه كې كوم دى او تر كوم بريده دى؟
نړيوال دلته د څه لپاره راغلي او ولې د يوه متوازي ځواك او نظام په توګه زموږ د ولس پر برخليك لوبې كوي؟
دې پوښتنو ته ځواب په كار دى او دا داسې پوښتنې دي چې له هر افغان سره يې بايد سپين ځواب وي.
كه ولسمشر د جوړجاړي پروګرام پيلوي او نړيوال د جګړې نغارې وهي معنا يې داده چې زموږ د ولس پر برخليك ډيرې نامردانه لوبې روانې دي، داچې ولس ددې لوبو په وړاندې تر كومه چوپ پاتې كيږي او يا څه ډول غبرګون ښيي او څه ځواب لري، بيله خبره ده، خو چارواكي بايد د ولس له غبرګون مخكې له نړيوالې ټولنې سره په پوره جرئت مساله سپينه كړي، دا يې حق دى چې داسې وكړي، كه نه بيا به د ولس غبرګون د دولت او نړيوالو ځواكونو په اړه ډير توند وي.


