ويسا-د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما ځانګړى استازي ریچارډ هولبروک ، په یوې اعلامیې کې چې په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا خپره شوې ، د خپلو هغو څرګندونو په هکله توضیحات ورکړي چې ده مخکې د هارورډ پوهنتون په غونډه کې د طالبانو او پښتنو په هکله کړې وې .
هالبروك دهاروډ پوهنتون په غونډې كې ويلې و، چې لږ تر لږه دهرې پښتنې كورنۍ يو غړۍ له طالبانو سره تړاو لري . خو نوموړى اوس دغه خبره نه مني او وايې ،هغه وخت ما ویلي و چې د هر پښتنې کورنۍ یو غړی د طالبانو په لیکو کې دی ، ما په حقیقت کې غوښتل چې د ولسمشر کرزي پر هغې وینا تبصره وکړم چې په ترکيه کې يې کړې وه .
کرزي ویلي و، چې ټول هغه طالبان چې په تروریستی شبکو پورې تړاو نه لري او یا د القاعده شبکې غړې نه دي د افغان ولس بچیان دي .هولبروک ویلي دي چې زما هدف دا نه و چې ووایم ټول پښتانه طالبان دي او یا د ا چې ټول طالبان پښتانه دي . د هولبروک وايې ،امريکا د افغان چارواکو د ټولو هغو هلو ځلو ملاتړ کوي چې غواړي د غه ډول طالبان چې افغانان دې بیرته پخلا او ټولنې ته راوبولي .هغه طالبان چې د افغانستان قوانین او د افغانستان اساسي قانون ومني خشونت رد کړي او له القاعد شبکې سره اړیکی ونه لري دهغوى راګډول دسولې په پروسه كې اړين دي .
هالبروك د اخبرې په داسې حالت كوي ، چې ګڼ شمير خلكو د ده دا خبرې په كلكه وغندلې او له هالبروك څخه يې وغوښتل له افغان ولس نه بښنه وغواړي .


