م- خبريال
د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي ريچارډ هالبروك د وروستيو څرګندونو په اړه كه څه هم د هغه هېواد د دفاع وزير رابرټ ګېټس له څرګندونو وروسته پخپله د ده له خو هم دا وضاحت خپورشو چې ګواكي ده داسې څه نه دي ويلي چې په رسنيو كې ده ته منسوب شوي دي، په بله معنا ښاغلي هالبروك له خپلو خبرو او دريځ نه انكار كړى دى، خو يوازې دغه وضاحت او انكار كافي نه دي، ځكه چې دا نه يوازې د امريكا او افغانستان ترمنځ د اړيكو مساله ده چې په دې حساسو شيبو كې هر ډول غير مسوولانه دريځ دواړو لوريو ته نه جبرانيدونكى زيان رسوي بلكې دا په مجموع كې د سيمې او د سيمې په اړه د امريكا په دريځ ډيرې بدې اغيزې درلوداى شي.
كه د ښاغلي هالبروك شاليد او د ده كړو وړو ته پام وشي په زغرده ويلاى شو چې نوموړى په داسې حساسو شرايطو كې د اوسني ماموريت وړتيا نه لري او دا د امريكا لپاره ډيره په ګټه ده چې نوموړى له دندې ګوښه شي، يوازې له يو ځل څرګندونو نه انكار هيڅكله هم د ده د روان ماموريت د بريا مخه نشي پرانيستلاى ځكه چې په تيرو څو مياشتو كې نوموړي څو څو ځله داسې دريځونه نيولي او داسې څرګندونې لري چې د افغان ولس په شمول د ټولې سيمې د ولسونو او حكومتونو غرور او وقار ته يې زيان رسولى دى.
په دې كې شك نشته چې امريكا نن د نړۍ يكه تاز ځواك او يو داسې هېواد دى چې نږدې ټوله نړۍ يې په وړاندې ناتوانه او عاجزه ده. خو دا هم يوواقعيت دى چې يوازې د توپ او توغندي او يا ډالرو په زور امريكا هيڅكله هم د نړۍ پر ولسونو چپه پاچاهي نشي چلولاى، ښايي له معنوي ارزښتونو بې برخې ولسونه د دوى په وړاندې د هر ډول ذلت زغم ولري، خو د څو ذليلو ارادو او يا بې معنويته ټولنو له عينكو له ټولو ولسونو سره معامله نشي كيداى، يوازې افغان ولس نه بلكې د سيمې نور ولسونه هم هيڅكله دې ته چمتو نه دي چې خپل غرور، هويت، تاريخ او حيثيت د امريكا او يا بل كوم ځواك تر غرور او واكمنۍ قربان كړي، د پخواني شوروي چارواكيو په دې وروستيو كې څو څو ځلې پر امريكا او ناټو دا غږ كړى دى چې له افغان ولس سره پام وكړي، دا ساده خبره نه ده، كه نړيواله ټولنه په تيره امريكا دې ته پام و نه كړي د ډيرو ترخو تجربو د تكرار امكان دى، ښاغلى هالبروك چې د امريكا د ځانګړي استازي په توګه په افغانستان او پاكستان كې كوم ماموريت لري د پخوانۍ يوګوسلاويا له تجربو نه دلته هيڅ نشي تر لاسه كولاى، دا هغه ولسونه دي چې تاريخ يې له ټكرونو ډك دي، هغه ولسونه دي چې مرګونه يې په وژلو ستړي شوي دي، خو دوى د چاپښو ته ټيټ شوي نه دي، په دې كې شك نشته چې د ځينې يارانو قبله د امريكا سفارت دى، د پاكستان د خلكو ګوند د اطلاعاتو د مسوولې دخبرې په مصداق په هر ولس اوهېواد كې د څو ټنګو، يوې ويزې او يا كوم رنګين مجلس مينه وال هم شته خو پر ټول ولس همغسې حساب ډيره لويه تيروتنه ده، ښاغلي هالبروك همدغسې تيروتنې تكرار كړې، هغه د افغان دولت او نظام مشروعيت او حاكميت چلينج كړى دى، د تفاهم پر ځاى يې ژبه او عمل دواړه د غرور او بشپړ حاكميت ترجمان دي، له داسې شډل او زيږه ولس سره داسې چلن لانجو او ستونزو ته لمن وهل دي او بس.
كه په ټوليزه توګه امريكا غواړي په سيمه كې دوستان او همكاران ولري، نو لاره يې همدغه ده چې د دوى د استازيو او ګومارل شويو مامورينو روحيه هم همدغسې وي، په دې كچه او مېچ ريچارډ هالبروك په دې برخه كې سخت ناكام دى، خو كه امريكا غواړي هغه د پاكستانيو خبره بيله شركت غير پردنيا په وچ زور خپل حكومت وچلوي د نړۍ ولسونو ته خپل زور وښيي او د نورو ولسونو مقابلې ته ټټر وهي او په لوى لاس ولسونه را وپاروي چې د دوى مقابلې ته را پورته شي، بيا خو ريچارډ هالبروك په دې سيمه كې د همدغسې موخې لپاره تر ټولو مناسب څوك دى.


