<div style="background-color: none transparent;"><a href="http://www.rsspump.com/?web_widget/rss_ticker/news_widget" title="News Widget">News Widget</a></div>

مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

د ريښتيا ټابليټ!

Posted by Weesa on Mar 9th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

شف، شف نه شفتالو

ميم. شين

هغه بله ورځ مې د آزادۍ راډيو په ويبپاڼه كې د يارانو د دوبۍ د ماڼيو په اړه راپور لوست، څومره يارانو په څو څو مليونه ډالرو هلته ماڼۍ اخيستې دي، ما چې د خپل خوار او زار ولس حالت ته كتل او بيا مې د دې را پور پر يارانو فكر كاوه، يوه پخوانۍ خاطره مې سترګو ته و دريده، ياد يې په خير د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني وياند حميد ناصري به ډيرې د خوند خبرې كولې، يوه ورځ يې د اداري فساد په اړه ويل چې دا اداري فساد د ډير مه غندئ دا كابل پر اداري فساد ښايسته شوى دى.

ما پر هغو يو كالم وليكه، پردې كالم بله ورځ استاذ نجيب منلي او څو نورو دوستانو تبصره كوله، منلي وويل چې اوس فساد د كابل له كچې لوړ شو د دوبۍ په كچه شو اوس د كابل په اداري فساد دوبۍ آباديږي. ما چې د ازادۍ راډيو دغه راپور لوست د استاذ منلي خبرې مې سترګو ته و دريده، ريښتيا هم همداسې ده، دريغه زموږ اداري فساد د كابل په كچه پاتې واى، خو فساد اصلاً همدغسې سرطاني ډوله غټيږي كه د يارانو همدغه حال او همدغه ليونۍ اشتها وه، له دوبۍ به هم خبره واوړي، د لندن او نيويارك كچې ته به ورسيږي او د راز خاوندن خو وايي چې خبره له دوبۍ اوس هم اوښتې ده…

زه د دې راپور په اړه ناڅاپه د خيال پر اس سپور شوم، ډير وړاندې ولاړم، كله به مې په ذهن كې را تيره شوه چې كه د انسانانو مسخه بيا راشي، د څومره سپين پوشو څېرې به د بيزوګانو او ګيدړانو او خداى خبر دى دكوم كوم ډول ځناورو شي؟!

پر دې مې شكر ويوست چې زموږ د سپيڅلي پيغمبر (ص) په امت كې په ګناهونو مسخه نشته، بيا مې په خيال كې يوه بله نسخه راغله، ماوې دريغه داسې ګولۍ (تابليت) ايجاد شوې واى چې يوې دانې يې د يوه ساعت لپاره يو څوك ريښتيا ويلو ته اړ كولاى.

دغه تابليت چې پر چا څه شك واى هغو ته يې وركولاى، زموږ په دې ساده ټولنه كې به څومره قاتلان، څومره لوټماران، څومره په اخلاقي فساد ككړ، څومره د پرديو جاسوسان او خداى خبر دى څومره نورې بدې بلاوې  راوتلي وو؟

د دوبۍ د ماڼيو خبره خو واشنګټن پوست را لوڅه كړه، خو دې ټابليټونو به له شيخانو! نه پردې پورته كړې وې… ما چې پردې څومره فكر كاوه څومره چې وړندې تلم، څومره مې چې شاوخواته پر وتليو نومونو فكر كاوه او د هغو تورونو او ګونګوسو په هنداره كې مې دوى ته كتل چې د اعترافاتو اوريښتيا ټابليټ و خوري نو څومره ګلان به وكري؟! پردې مې چې څومره فكر كاوه غوني مې ورسره زيږه كيدل، دا ښايسته وطن راته د امازون له ځنګلونو زيات هيبتناك او ويروونكى ښكاره شو، له هيبته ولړزيدم او چې حواس مې پر ځاى شول يو ځل بيا مې شكر ويوست چې ښه ده داسې ټابليټونه نه دي جوړ شوي، د لوى خداى حكمت په همدې كې دى چې په ګناه څېرې نه مسخه كېږي همدغسې په همدې كې هم زموږ ټولو خير دى چې پر نړۍ ظاهري ښكلې او درنې پردې او نقابونه غوړيدلي دي، دا ټول كه لرې شي زموږ د ټولنې اصلي څېرې رالوڅې شي، هغه دومره بدرنګې، دومره وهمناكې او دومره له زغمه وتلې چې سمدستي به د ژوند بڼه ورسره مسخه شي او له دې ښايسته نړۍ نه به دوزخ جوړ شي.

  • فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

دویسا لوستوونکی څه وایی؟