مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

په ميدان وردګو كې : د مڼې ګل دوديزه مشاعره ونمانځل شوه

Posted by Weesa on Jun 19th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ميدان ښار – په ميدان وردګو کې پرون  د مڼې ګل دوديزه مشاعره د هېواد د بېلابېلو ولايتونو څڅه د سلګونو شاعرانو په ګډون جوړه شوه .

په دغې مشاعر کې د کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، خوست، پکتيا، پکتيکا، غزني، کندهار، کندوز او يو شمېر نورو ولايتونو په سلګونو شاعرانو، ليکوالانو، د ولسي جرګې غړيو، چارواکيو او د ياد ولايت اوسېدونکيو ګډون کړى وو.

د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي د شاعر او شعر په اړه اوږدې خبرې وکړې .

هغه زياته کړه، چې د شاعر ښه حرکت، فکري يون په ټولنه کې رامنځته کوي او شاعر، ليکوال او ژورناليست بايد ولس عقلاني لارې ته وهڅوي . فدايي، شاعران او ليکوالان د فکر، ذهن او ولس جوړونې معماران وبلل .

په مشاعره کې يوه جرمني، چې افغانانو پرې زمرى نوم اېښى او د پښتو په ګډون په۴۰ژبو روانې خبرې کولى شي، هم برخه لرله .زمري په دې مشاعرې کې وويل، چې له پښتو ژبې سره د زياتې مينې له امله يې په دې مشاعره کې برخه واخيسته .

د هېواد وتلي ليکوال، څېړونکي او شاعر حبيب الله رفيع په دې خوښي وښوده، چې ددغې مشاعرې عمر لسو کلونو ته اوږد شو.

په ياد شوې مشاعره كې د بيان له ازادۍ څخه په ګټه د ماندگار دورځپاڼې د مطالبو په څېر شعرونه ، چې مستقيم شخصي سپكاوى بلل كيده ،هم وويل شول . په پاى کې يې د لسو رسنيو ادارو ته ستاينليکونه هم وويشل شول .

  • فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

دویسا لوستوونکی څه وایی؟