میم. شین
د پاكستان يو كالم ليكوال دى، حسن نثار، له الفاظو سره داسې لوبيدلى شي لكه د هغه هېواد سياستوال له خپل ولس سره، يا په بله وينا لكه عام سياستوال چې له خپل ولس سره لوبيږي… حسن نثار په يوه كالم كې ليكي:
يو وخت زموږ په لمن كې د محمدعلي او لياقت علي په څېر غمي پراته وو، اوس نو رشوت علي، سفارش علي او ځاى ځاى بيا كېمشن علي!!…
ليكوال له خپلې ټولنې سر ټكوي چې ټګي برګي پكې ډيره شوې ده، نثار ملامت نه دى موږ چې له دوى نه يو بريد لري يو دلته مو اور ترې اخيستى دوى خو بيا د اور په منځ كې دي.
خو ما چې خپلې ټولنې ته پام كړى دى دغه ليونى باد لكه چې پر ټوله نړۍ لګيدلى دى، محمد علي هر ځاى په رشوت علي بدل شوى دى موږ به يو وخت چې د خپل هېواد تاريخ لوست نو شاه شجاع به پكې د ذلت سمبول ؤ، كوم يو نيم ولي محمد خان لاټى به پكې په بد نامه ياد ؤ، خو په تاريخ كې بيا داسې كيسې هم شته چې شاشجاع په پټه له غازيانو سره مرسته كوله، مانا دا چې په ضمير كې يې لا سپرغۍ پاتې وې چې دى يې پر خپله ذليلانه او تش په نامه واكمنۍ ملامتاوه. اوس كه زموږ د ټلويزيون پر پرده او د چاپي رسنيو پر پاڼو نظر واچوو هغه پرونى تاريخ، اتلان او د شاشجاع او ولي محمد خان په څېر كركټرونه له موډه لويدلې افسانې ښكاري.
اوس ډير لوى كمال، پوهه، دانشمندي او لوړتيا! داده چې د وخت فرعون ته د وحشتونو د دوام برائت وركړي، په يوه تش تور قاتل ته د وژنو د دوام دلايل راوړي، او دا د وخت د ارزښتونو بدلون دى، نن چې څومره په جرئت په افغانستان كې پرديو پوځونو ته د افغانان د وژلو لپاره دلايل ويل كېږي د اكبر خان او مكناټن په زمانه كې به چا له ځانه سره د داسې خبرو د كولو جرئت نه ؤ كړى.
ماته شاشجاع ډير مظلوم ښكاره شي چې ولې په دومره موده د كركې او ذلت د سمبول په نامه ياد شوى دى، تاسو د نن هغه عزتمندان! د تاريخ له پرونيو منفي كركټرونو سره و ارزوئ، دا نن چې د كروزينو كتارونه د سفارتونو پر دروازو ننوزي، تر سختو امنيتي پهرو دننه به كومې ذليلانه خبرې كېږي، چې برالا په تلويزيوني ميزونو كې د بادار هرې ناكردې ته د صميم صيب خبره د ګلو ګوزار نوم اخلي، هلته به كومه لوبه روانه وي.
زموږ د چاپيريال زيات د نامه او عزت! خاوندان د هغه خان له نوكر نه څومره لويدلي دي چې په وياړ به يې ويل:
د خان صيب كور آباد ډير يې را باندې پام دى، تل مې پوښتنه كوي چې و مي ويني راته وايي:
د سپي زويه څنګه يې!!!


