مومند صالحي
د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یو ان اچ سي آر یوه ویاند نادر فرهاد په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو خلکو د ستونزو د حل لپاره یوه عجیبه وړاندیز وکړ. هغه وویل، یو ان اچ سي آر دولت ته په دې وړاندیز ډير ټینګار کوي چې هغه بې ځایه شوي خلک چې له شمالي ولایتونو څخه جنوبي هغو ته ګډه شوي دي باید په هماغو سیمو کې چې اوس پکې اوسیږي میشت شي.
د هغه اشاره هغو په لسګونو زرو پښتنو ته وه چې په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو د نظام له راپرځیدو وروسته يې په ځینو شمالي ولایتونو كې د جنګسالارانو، پخوانیو جهادي قومندانانو او زورو کسانو د ظلم او تیري له لاسه خپلې مینې او کروندې پریښودلې، کورونه چور شول، شكنجه شول او آن ووژل شول.
دغو مظلومو کسانو ته دانصاف ورکولو او د هغوی د ستونزې د حل لپاره په کابل کې د یو ان اچ سي ار یا د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د چارواکو طرحه ایا په انصاف برابره ده؟!
ایا د دوی په پنډغالو او یا هم نورو سیمو کې میشت کول په دې مانا دی چې دوی ته خپل حق چې د دوی کورونه، باغونه، مال او جایداد دی ورکړل شو؟!
په حقيقت كې دا له داخلي بې ځايه شويو خلكو سره دوه ګونى چلند دى، چې يوه طبقه خلك كولاى شي خپلو سيمو ته بيرته ستانه شي او بله يې بيا نشي كولاى او له خپل پلرني كور او كلي نه به تيريږي. د يو ان اچ سي آر او يا هرې كومې بلې ادارې له خوا يادې شوې موضوع په اړه له دارنګه نيمګړي وړانديز نه څو استنباطه كيداى شي، يو دا چې يا خو په افغان دولت او نړيواله ټولنه په افغانستان كې د بې ځايه شويو خلكو خلكو د ستونزو د حل كولو توان نه لري او يا هم ځينې دولتي او نړيوالې ادارې په خپله د هغو عواملو تر تاثير لاندې دي چې دغه ستونزه يې زيږولې ده.
اوسمهال سربيره پر نورو ځايونو كې د شمالي ولايتونو په زرګونو كورنۍ د مسلخ او شيدايي په نوم په دوو كمپونو كې په هرات كې ميشت دي. دوى تل د خپلو ستونزو په اړه شكايتونه كړي دي او وايي چې په هيواد كې له شاوخوا اوو كلونو ( ډيموكراسى) او (ټولنيزعدالت ) سره سره په شمال كې خپلو سيمو ته د زورواكانو او د پخوانيو (جهادي) ګوندونو د قومندانانو له لاسه نشي ستنيداى.
دوى هم ويريږي چې كه چيرې بيرته خپلو مينو ته ستانه شي نو له هغه برخليك سره به مخ شي چې د تخار په خواجه بهاوالدين كې ورسره مخ شول. د خواجه بهاوالدين د پښتنو دردناكه كيسه ټولو ته معلومه ده. هلته دوى د ځايي چارواكو په مرسته د ولسي جرګې د يوه وكيل په ګډون د څو تنو پخواني قومندانان اجازه ورنه كړه چې خپلو كورنو ته ولاړ شي دوى په ځايي محبس كې بنديان كړل. آن خواړه او اوبه يې هم د څو ورځو لپاره پرې بندې كړې. هغه وخت چې د ولسمشر له خوا كوم هيئت ددې مسئلې د څيړلو لپاره سيمې ته ولاړه، هغوى هم له ځايي پښتنو سره يوځاى په محبس كې بند پاتې شول او له ډاره دباندې نشواى را وتلاى، بالاخره پر هغې موضوع هم حكومت د خپلې بې وسۍ او يا هم د سياسي ګتې لپاره خاورې واړولې.
په شمالي او ځينو مركزي سيمو كې د پښتنو پر ضد تحركات د ايران په ګډون د ځينو بهرنيو هيوادونو او كړيو په لمسون او مرستې سره د يوه پراخ پلان له مخې چې تطبيق كوونكي يې هم ځينې پخوانۍ جهادي او غير جهادي ډلې دي، كيږي. دا د هغه پلان يوه برخه ښكاري چې د ايران په شان د ځينو هيوادونو له خوا په افغانستان كې د خپل نفوذ د لا پراخولو له لپاره ترسره كيږي.
كه په جنوبي ولايتونو كې د ترهګرى او طالب په نوم د پښتنو بربادي روانه ده په شمالي هغو كې له امنيتي ستونزو پرته له دارنګه دسيسو سره مخ دي او له بده مرغه د افغانستان دولت يې په وړاندې لاس تړلى ښكاري. په افغانستان كې د يو ان اچ سي آر په ګډون د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو ته په كار دي چې د افغانستان ستونزې درك كړې او د هغو عواملو تر اغيزو لاندې رانشي چې له بده مرغه زموږ دولت يې كمزورى او كم رنګه كړى دى. په افغانستان كې د اجتماعي عدالت، برابرى، ورورولى شعار او عمل بايد له هر ډول توپير پرته ترسره شي، كه نه نو هغو لوړو مرامونو ته رسيدل به تش خوب يې چې نن يې موږ او نړيوال دغوې كوو.




Play Audio Comment